ارمنستان د اعتراضونو مشر نيکول پاشينيان په پلازمېنه يريوان کې نيول شوى او د پوليسو مرکز ته لېږدول شوى دى.
دى له صدراعظم سرژ سرکسيان سره تر ناکامو خبرو لنډه شېبه وروسته ونيول شو.
په پارلمان کې د اپوزېسيون غړي ساسون ميکايلان هم مخکې تر دې چې د بلواضد پوليسو له خوا ونيول شي، خبريالانو ته وويل، خلک بايد نيکول پاشينيان خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ارمنستان کې د لسمې پرله پسې ورځې لپاره په دغه هېواد کې د سرکسيان له خوا پر قدرت د منګولو ښخولو په اعتراض پراخې مظاهرې روانې دي.
سرکسيان چې لس کاله د ارمنستان ولسمشر و، د جمهوري رياست وروستۍ دوره يې څه باندې دوې اوونۍ مخکې پاى ته ورسېده او تازه يې د صدراعظم په توګه خپله دنده پيل کړه.