حسین خېل: له پاکستان نه ننګرهار ته د وسلو د لېږد مخه نيول شوې

د ننګرهار د سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، له پاکستان څخه يې دغه ولايت ته د وسلو د لېږد مخه نيولې ده.

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمد ايوب حسين خېل نن په جلال اباد کې يوه کنفرانس ته وويل چې په دې تور يو تن نيول شوى هم دى:

"زموږ درېيم ټولي په دوربابا ساحه کې هغه تن ونيوه چې غوښتل يې ۵ ميله روسي کلاشینکوفونه او ۵ میله تفنګچې له پاکستانه افغانستان ته راوړي؛ په يوه سراچه موټر کې يې په خاص مهارت سره ځای په ځای کړي وو."

ښاغلي حسين خېل وويل، ډيورند کرښې ته څېرمه يې نورې پوستې ځای پر ځای کړي چې له امله يې د دولت د وسله والو مخالفینو او قاچاقبرو مخه نيول شوې ده.