د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې ۳وسله وال طالبان وژل شوي

د فارياب ولايت امنيتي چارواکي وايي، په قيصار ولسوالۍ کې ٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان دي.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دغو وسله والو طالبانو ته د هوايي ځواک په حملو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلى يورش وايي، دغه وسله وال طالبان د مولوي حميد الله او مولوي خداداد چې په بلوڅ مشهور و، په مشرۍ د تروريستي ډلې غړي وو.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.