رحیمزی: په ننګرهار کې د ګلاب ګل حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

د ننګرهار د کرنې ریاست وايي، د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې له پنځه زرو نه ډېر کسان چې ښځې او نارینه دواړه به کې شامل دي د ګلاب ګل په کر او حاصلاتو لګیا دي.

د دغه ولایت د کرنې رئیس رفیع الله رحیمزي نن ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال له ۱۵۰۰ جریبو نه په ډېره ځمکه د ګلاب بوټي کرل شوي چې د ده په وینا د بزګرانو پر اقتصادي وده به ښه اغېز وکړي.

دی وايي چې د ګلاب دا ګلان د جلال اباد ښار په دوو فابریکو کې پروسس کېږي او د چای او عطر په شکل له هېواده بهر صادرېږي.

د ښاغلي رحیمزي په خبره د ګلابو یو لېټر عطر په جرمني او فرانسه کې په څوارلس زره ایرو خرڅېږي.

د ننګرهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي چې د ګلاب د ګلانو کر د اکثره نورو محصولاتو په پرتله ښه عاید لري او کولای شي چې د هېواد او کورنیو اقتصاد ته ګټور تمام شي.