پسرلی: سبا په کابل کې د کار ملي نندارتون جوړېږي

ټاکل شوې چې سبا د کابل په بابر بڼ کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د کار د نړیوال سازمان په همکارۍ د کار ملي نندراتون جوړ شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه یو ورځني نندارتون هدف چې د کار د ملي کنفرانس تر څنګ جوړېږي کارموندنه او بازار موندنه ده.

دی وايي، په دغه نندارتون کې شااوخوا اتیا کمپنۍ ګډون کوي چې په خپلو کمبودو پوستونو کې به یو شمېر کارکوونکي هم استخدام کړي.

د ښاغلي پسرلي په خبره دا ډول نندارتونونه له ځوانانو او وړو مسلکي کسانو سره د کار موندنې په برخه کې مرسته کوي.