ارزګان چارواکي: د بهرنیو ځواکونو بریدونو ۳ وسله‎وال طالبان وژلي

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې درې وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوي ازادي راډيو ته وویل، دغه بریدونه تېره ورځ د مرکز ترینکوټ ښار لویدیځ کې ترسره شوي دي.

دغه راز د مرکز ترینکوټ اړوند «ګوګرک» سیمه کې افغان ځواکونو ۷ کړۍ پرسونل ضد ماینونه هم کشف او خنثی کړي دي.

وسله‎والو طالبانو بیا په‎دې اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.