په مسکو او شاوخوا کې توپان او ږلۍ یو تن وژلی او ۲۵ يې ژوبل کړي

خبري اژانسونه وايي چې په مسکو او شاوخوا کې یې د توپان او ږلۍ له کبله لږترلږه یو تن وژل شوی او ۲۵ نور ژوبل شوي دي.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس پرون شنبې د بیړنیو خدماتو د ادارې د چارواکو په قول وویل، اکثره په پلازمېنه کې د ونو د چپه کېدو له کبله ژوبل شوي دي.

د روسیې د هوا پېژندنې ادارې د تېرې شپې او نن ورځ لپاره خلکو ته خبرداری ورکړی چې احتیاط وکړي.