د سعودي عربستان امنیتي ځواکونه وايي چې په پلازمېنه ریاض کې یې د ساتېرۍ یوه بې پېلوټه الوتکه یا ډرون ویشتې ده.
دا ډرون د ریاض په هغه سیمه کې وویشتل شوه چې سلطنتي ماڼۍ پهکې دي.
د دې بې پېلوټه الوتکې له لیدل کېدو وروسته په خلکو کې د سیاسي ناکرارۍ وېره پیدا شوه.
د سعودي عربستان خبري اژانس وايي، امنیتي پوستې دا کوچنۍ له لېرې کنترولېدونکې بې پېلوټه الوتکه د ماښام په اووه بجې او ۵۰ دقیقې ولیده او پولیسو سمدستي وویشته.
اژانس وايي چې پهدې اړه تحقیقات روان دي.