د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي، د دې لپاره چې په ایران کې د څو بندي امریکايي اتباعو په اړه خبرې پیل شي، امریکا باید لومړی خپل چلند بدل کړي.
ظریف «سي. بي.اېس» ټلوېزیون ته په مرکه کې چې ټاکل شوې ده نن یکشنبه ناوخته خپره شي ویلي:
"د خبرو امکان یقیناً د بشر دوستۍ په خاطر شته، خو په کار ده چې چلند بدل شي."
ده همدا راز وویل، د امریکا د حکومت لپاره دا مهمه ده چې د داسې خبرو وړتیا ومومي چې درناوی په کې رعایت شي.
په تهران کې لږ تر لږه ۵ امریکايي اتباع بندیان دي. دوی ته د جاسوسۍ په تور د بند سزاوې ورکړی شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د انساني خواخوږۍ او روغتیايي وضعیت په خاطر د هغوی د خلاصون پر سر د خبرو احتمال مطرح کړ، خو په عین حال کې یې وویل چې د امریکا د اوسني چلند له کبله د داسې خبرو امکان نشته.
د بندیانو په منځ کې یو هم ۸۱ کلن باقر نمازي دی چې روغتیايي حالت یې ښه نه دی.