د ایران ولسمشر د هغې مېرمنې پر وړاندې چې پهدغه هېواد کې یې جبري حجاب نه و رعایت کړی، د پولیسو پر زور زیاتي انتقاد وکړ.
حسن روحاني د شنبې په ورځ په هغه وینا کې چې دولتي ټلوېزیون خپره کړه، ویلي چې تقوا ته د زور زیاتي له لارې وده نه ورکول کېږي.
ولسمشر روحاني وروسته له هغه دا څرګندونې کړي چې د ایران په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې ښیې د ایران د پولیسو یوه ښځینه غړې یوه بله هغه مېرمن وهي چې پر پړوني یې ټول ویښتان نهدي پوښلي.
ولسمشر روحاني په خپلو خبرو کې په مستقیم ډول دې پېښې ته اشاره نهده کړې.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د اپریل پر ۱۹مه د دې موضوع د پلټنې سپارښتنه کړې ده.
په ۱۹۷۹میلادي کال کې په ایران کې تر اسلامي انقلاب را وروسته پهدغه هېواد کې د اسلامي حجاب قانون نافذ شو، خو د ۲۰۱۷میلادي کال په ډیسمبر کې د تهران پولیسو ویلي وو چې دوی به نور هغه مېرمنې نه نیسي چې اسلامي حجاب یې نهوي مراعت کړی.