پاکستاني سوداګرو د «خرلاچې لارې» د بیا پرانېستې غوښتنه کړې

پاکستاني سوداګرو د افغانستان په سرحد کې د هغې دروازې د بیا پرانېستل کېدو غوښتنه کړې چې له تېرې اوونۍ راهیسې د دواړو لورو تر منځ د یوې نښتې وروسته تړل شوې ده.

اسوشیټېد پرېس خبري اژانس د شنبې په ورځ د پاړاچنار د سوداګرو د یوه استازي نذیر احمد له قوله لیکلي چې وایي، د «خرلاچې لارې» د تړل کېدو له کبله د دوی سوداګر سخت زیانمن شوي دي.

تېره یکشنبه د افغانستان او پاکستان تر منځ د کُرمه ایجنسۍ په «لکه تېګه» سیمه کې د دوو هېوادونو د پوځیانو تر منځ نښتو کې پنځه پاکستاني سرتېري ووژل شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ په سر کې ویلي و چې د دې نښتو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ راپورته شوې ستونزې د ډیپلوماتیکو او پوځي لارو هوارې شوي، خو سوداګر وایي، له تېرې اوونۍ راهیسې چې د «خرلاچي لار» تړلې پاتې ده، د دوی مالونه د له‎منځه تلو په حال کې دي.

یوه امنیتي چارواکي چې د نوم نه ښودو په شرط اسوشیټېد پرېس ته ویلي چې دغه پوله به یوازې هغه مهال بېرته پرانېستل شي چې د دې سیمې د دواړو لورو قبایلي مشران سره وګوري.