د کیمیاوي وسلې د څار نړیوال سازمان متخصصین د سوریې په دوما ښار کې د کیمیاوي وسلې د مشکوک برید سیمې ته ورسېدل.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د کیمیاوي وسلې د مخنیوي سازمان متخصصین د اپریل د ۲۱ مې نېټې سهار دمشق ته څېرمه دغې سیمې ته ورسېدل.
اعلامیه زیاتوي نه یوازې د سوریې لهخوا بلکه روسي پوځیانو د دغو متخصصینو د امنیت ډاډ ورکړی دی.
دغه متخصصین له یوې اوونۍ راهیسې په سوریه کې وو او پهدې نهوو بریالي شوي چې د دوما ښار د مشکوک کیمیاوي برید سیمې ته ولاړ شي.
دا برید د اپریل پر اوومه شوی وو.
د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې او بریتانیا د سوریې حکومت د دې برید په ترسره کولو تورن کړی او تر هغه یوه اوونۍ وروسته یې په سوریه کې هغه سیمې په نښه کړې چې دوی یې د سوریې د کیمیاوي وسلو مرکزونه بولي.
سوریې او عمده متحد یې روسیې د کیمیاوې وسلې د برید مسؤلیت نهدی منلی.
په هغه برید کې د سیمهییزو فعالانو او روغتیایي کارکوونکو په وینا لسګونه کسان ووژل شول.
دوما ښار د برید پر مهال د وسلهوالو یاغیانو په کنټرول کې وو چې د سوریې د حکومتي ځواکونو له سختو بریدونو سره مخامخ شو او تر مشکوک کیمیاوي برید څو ورځې وروسته یاغیانو دغه ښار پرېښود.