چارواکي: په ارزګان کې ۲۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بمباریوکې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحیی علوي نن شنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې افغان هوايي ځواکونو د مرکز ترینکوټ ښار اړوند کوګرک سیمه کې د وسله والو طالبانو دوه پټنځایونه په نښه کړي چې په مهال یې ۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی علوي زیاتوي چې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو د وسله والو مخالفینو پټنځایونه بمبار کړي چې په ترڅ کې یې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او۸ نور ژوبل شوي دي.

دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي چې د ځاني زیان تر څنګ پکې د
وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې او نقلیه وسایط هم له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.