د کونړ په ۳ ولسوالیو کې مخابراتي شبکې بندې دي

د کونړ د چپې درې، ماڼوګې او وټه پور ولسوالیو اوسېدونکي وايي، نېږدې یوه میاشت کېږي چې په سیمه کې يې مخابراتي شبکې بندې دي چې له امله یې دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دوی وایي، دغه شبکې د دولت وسله والو مخالفینو بندې کړي چې په خبره یې، د دوی ټول کارونه ورسره په ټپه ولاړ دي

دغه ځایي اوسېدونکي زیاتوي چې د یوې ټيلیفوني اړیکې د نیولو لپاره له چپې درې او ماڼوګي څخه وټه پور او اسعداباد ته ځي او وایي چې د وخت ترڅنګ یې زیاتې پیسې مصرفېږي .

دوی له وسله والو مخالفینو غواړي چې باید ولس ته ستونزې پیدا نه کړي او له حکومته غواړې چې ټيلیفوني شبکې ورته بېرته فعالې کړي.

د کونړ د مخابراتو رئیس ډاکټر سید احمد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، څه موده کی‎ېږي چې ټيلیفونې شبکو ته د وسله والو مخالفینو له خوا ګواښونه زیات شوي او دوی هڅه کوي چېدغه شبکې بېرته خپل فعالیت پیل کړي.

تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.