د ارمنستان صدراعظم د اپوزېسیون له مشره د سمدستي خبرو غوښتنه کړې

د ارمنستان صدراعظم سرژ سرکیسیان پر خپل سیاسي مخالف چې په مرکز ایروان کې د اعتراضونو مشري کوي، غږ کړی چې له حکومت سره سمدستي خبرې پیل کړي.

سرژکیسیان نن په یوې اعلامیه کې وویل دی د ارمنستان د سیاسي تحولاتو په اړه ژوره اندېښنه لري.

په همدې کې پولیسو خبرداری ورکړی دی چې په پایتخت ایروان کې د صدراعظم ضد مظاهرې نور نشي زغملی.

خو د اپوزېسیون مشر نیکول پاشینیان له حکومت سره د خبرو اترو وړاندیز رد کړی دی او د صدراعظم سرژ سرکیسیان د استعفې غوښتنه يې کړې ده.

پاشینیان وویل بحث ته چمتو یوو، خو بحث به مو د سرژکیسیان د استعفې د نېټې او په دې اړوند نورو مسلو په اړه وي.

هغه وویل صدراعظم سرژکیسیان چې څومره ژر واک پرېږدي هغومره به د هغه او د ارمنستان لپاره ګټور وي.

په ارمنستان کې وروسته تر هغې پراخې مظاهرې پیل شوې چې د دې هېواد پارلمان سرژکیسیان د صدراعظم په توګه وټاکه.

نوموړی تر دې مخکې د لسو کلونو لپاره د ارمنستان ولسمشر و او دوه اوونۍ وړاندې يې د واک موده پای ته ورسېده.