د ارمنستان د اپوزېسیون مشر له حکومت سره د خبرو وړاندیز رد کړ

د ارمنستان د اپوزېسیون مشر نیکول پاشینیان له حکومت سره د خبرو اترو وړاندیز رد کړی دی او د صدراعظم سرژ سرکیسیان د استعفې غوښتنه يې کړې ده.

نوموړي وویل اوس د خبرو لپاره ډېر ناوخته شوی دی، خو دا په دې معنا نه ده چې موږ بحث ته چمتو نه یوو.

پاشینیان وویل بحث ته چمتو یوو خو بحث به مو د سرژکیسیان د استعفې د نېټې او په دې اړوند نورو مسلو په اړه وي.

هغه وویل صدراعظم سرژکیسیان چې څومره ژر واک پرېږدي هغومره به د هغه د ارمنستان لپاره ګټور وي.

په ارمنستان کې وروسته تر هغې پراخې مظاهرې پیل شوې چې د دې هېواد پارلمان سرژکیسیان د صدراعظم په توګه وټاکه.

نوموړی تر دې مخکې د لسو کلونو لپاره د ارمنستان ولسمشر و او دوه اونۍ وړاندې يې د واک موده پای ته ورسېده.