د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د دغه ولایت صنعتي پارکونه له پرانیستل کېدو وروسته، د بودجې له کمښت سره مخ شوي دي.
د دغې خونې رئیس ډاکتر عبدالنصیر عالمیار نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه صنعتي پارکونه په نېږدې زر جریبه ځمکه کې جوړېږي چې دامهال د امنیتي ستونزو ترڅنګ، د برښنا نه شتون او د بودجې کمښت یې د کارونو په وړاندې، له لویو ننګونو څخه دي.
دغه صنعتي پارکونه څه موده مخکې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانيستل شول.