په کونړ کې د ماین چاودنې یوه ماشومه وژلې او ۳ تنه ټپيان دي

د کونړ امنیتي مسؤلین وایي، تېره ورځ د څوکۍ ولسوالۍ په چمبېل کلي کې په یوه کور کې د ماین چاودنه شوې چې پکې یوه ماشومه وژل شوې او درې تنه ټپیان دي.

د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د چمبېل په کلي کې یو تن چې د داعش ډلې پورې تړاو لري، د ماین په جوړولو بوخت و، پرې چاودېدلی چې پکې یې یوه کوچنۍ لور وژل شوې او درې تنه ټپیان شوي دي.

تر اوسه داعش ډلې د یادې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.