سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د بهرنیو ځواکونو د حضور او د افغانستان د اقتصادي وضعیت تر منځ په موجوده اړیکې مقاله لیکلې ده.
په دې مقاله کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو په سر د څار ادارې یا سیګار د یوه تازه راپور په استناد راغلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د یوې لویې برخې په وتلو سره د دغه هېواد اقتصادي وده ورو شوې ده.
د سټارز انډ سټرایپس د مقالې په دوام کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په ګڼ حضور کې دغو ځواکونو او نړیوالو خیریه سازمانو ته د لوجستیکي چارو او بیارغونې کاروبار ډېر ښه پرمختګ کړی و.
د سیګار ادارې په رپوټ کې د پالیسي جوړونکو څو تېروتنو ته هم اشاره شوې ده له هغې ډلې دا چې مالي مرستې د فساد ته لار هواره کړه، په افغانستان کې متخصصانو تخصص نه درلود او مرستې د جګړې په پیل کې نه بلکې د جګړې په اوج کې زیاتې شوې.
د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټولنې په وار وار ژمنه کړې چې له افغان حکومت او خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
په دې وروستیو کې نړیوال بانک له افغان حکومت سره د پنځه سوه میلیونو ډالرو بلاعوضه مرستې تړون لاسلیک کړ چې یوه ډېره برخه یې په روغتیايي چارو لګېږي.
د سولې او جنګ انسټیټوټ:
د سولې او جنګ انسټیټوټ په کونړ کې د سېلابونو د ناوړه اغېزو په اړه یوه مقاله لیکلې ده.
د دغه بنسټ په مقاله کې راغلي چې یوه زیاته برخه کرنیزه ځمکه په دغه ولایت کې په سېلابونو کې له منځه تللې ده.
د دې تر څنګ یوه سیاسي کارپوه د اوبو او بریښنا بندونو د جوړولو په برخه کې د چارواکو په وعدو نیوکه کړې ده.
د سولې او جنګ د مطالعاتو انسټیټوټ بیا دې موضوع ته هم اشاره کړې چې د بندونو په جوړولو سره د افغانستان شمال ختیځو ولایتونو او پلازمینې کابل ته د برېښنا رسونه ښه کېدلای شي.
له ژمي وروسته د افغانستان په ډېرو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو خطر موجود دی چې ځايي خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اړوي.
صفي الله ستانکزی