ډاکتر ازمون: اهنګ د شعریت اساسي توک دی

د ازادي راډيويي مجلې د دې اونۍ په ګڼه کې مو د فرهنګي خبرونو تر څنګ ، د نړۍ ستر ادیان کتاب ته کتنه کړې.

په هنر جاج کې له پوهنوال ډاکتر لعل پاچا ازمون سره د شعریت او هنریت جاج اخلو.

فنکار برخه کې له ځوان شاعر او لیکوال سراج ګلاب سره د هغه په لیکوالۍ غږېږو.

په زرپاڼه کې به لنډه کیسه نيمګړی ریپوټ واورئ.

ادب جام کې به د پښتو ژبې د لرغونې دورې شاعر تیمن د ژوند له احواله خبر شئ.

او وریښمین خیال کې به د روان زمان نامعلوم ګرداب ته لیکل شوی نظم واورو.

جوړوونکی:پوهنیار محبوب شاه محبوب

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ازادي راډيویي مجله