د بادغیس په مرکز قلعه نو کې په راکټي حمله کې یو پولیس ووژل شو

د بادغیس په مرکز قلعه نو کې د رأیې ورکوونکو د نومونو د ثبت پر یوه مرکز په راکټي حمله کې یو پولیس ووژل شو.

د بادغیس امنیه قوماندان عبدالروف تاج نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې حمله نن سهار په شپږو بجو شوې ده.

د هغه په وینا، حمله د دولت مخالفانو کړې ده.

د بادغیس امنیه قوماندان ویلي چې تر حملې وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته واستول شول او په نښته کې دوه وسله وال ووژل شول.

خو د حملې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.