لاوروف: مسکو ښايي د بشارالاسد حکومت ته "S-300" مزائیل ورکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو ښايي په سوریه کې د خپل متحد بشارالاسد حکومت ته «S-300» مزائیل وکړي.

دا مزائیل د هوايي دفاع لپاره او ډېر دقیق دي.

لاوروف له «ار.اي.اې» اژانس سره په مرکه کې چې نن خپره شوه، ویلي چې روسیې تردې مخکې د غربي دولتونو په غوښتنه، د بشارالاسد رژیم ته د داسې مزائيلو له ورکولو ډډه کړې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي:

"موږ ژمنه کړې وه چې د بشارالاسد رژیم ته به دا مزائیل چې یوازې د دفاع لپاره استعمالېږی، موږ د اخلاقي مسؤلیت له مخې له دې کاره ډډه کوله، خو نور دا مسؤلیت نه لرو."

امریکا، فرانسې او بریتانیې تر هغه وروسته چې د سوریې په دوما ښار کې د بشارالاسد د ځواکونو له لورې پر ملکي خلکو د کیمیاوي موادو د حملې رپوټونه خپاره شو، په سوریه کې د اټمي وسلو د تولید پر تاسیساتو او د وسلو پر زېرمتونونو حملې وکړې.

د اپرېل په اوومه نېټه د سوریې پلازمېنې دمشق ته په نېږدې پرته سیمه دوما کې ګڼ شمېر ملکي کسان د زهرجن کیمیاوي ګاز په حمله کې ووژل شوو.

امریکا او متحدانو یې د دې حملې په وړاندې په غبرګون کې سوریې ته داپرېل په ۱۴ مه تر سلو زیات راکټ ور وتوغول.