د ارزګان د چورې اوسېدونکي: د خوراکي توکو له کمښته د واښو خوراک ته مجبور یوو

خلک: وسله والو طالبانو د ۱۵ مې ورځې لپاره هم د ارزګان چورې ته د خوراکي غیر خوراکي توکو مخه نیولې ده.

د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکو د جعمې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د لارو د بندېدو له امله، اوس په یاده ولسوالۍ کې خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ شوي او د واښو خوړولو ته مجبور شوي دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي له دولت او وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې دوی دې په خپلو منځونو کې د سپر په توګه نه کاروي او لارې دې ورته خلاصې کړي.

د ارزګان ولایتي چارواکي وايي، په دې اړه يې خلک لېږلي او له طالبانو سره د ستونزې پرحل خبرې روانې دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا د لارې بندوالی مني او وايي چې دا دولت تړلې ده.

په دې اړه نور جزیات د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافتپه راپور کې اورېدلای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور