سوريې بشارالاسد ته د "ليجيون دونور" ورکړل شوی نښان مسترد کړ

د سوريې حکومت د فرانسې"ليجيون دونور" نښان چې بشارالاسد تهورکړل شوی و، مسترد کړ.

د فرانسې حکومت څو ورځې مخکې ویلي وو چې بشار الاسد ته ورکړل شوی مډال به بېرته ورڅخه واخلي.

د فرانسې پخواني ولسمشر، ژاک شیراک په ۲۰۰۱ میلادي کال کې بشارالاسد ته د هغه هېواد معتبر "ليجيون دونور" مډال ورکړ، خو د بشارالاسد دفتر پرون وویل:

"د سوریې ولسمشر بشارالاسد دا ویاړ نه ګڼي چې د داسې هېواد مډال پر ټټر ولګوي چې د امریکا غلام دی او د ترورېستانو ملاتړ کوي."

د اسد دفتر ویلي چې د مډال د مستردولو پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې فرانسې تېره اوونۍ له امریکا سره د سوريې د دولت پر تاسیساتو په حمله کې ملګرتیا وکړه.

امریکا، فرانسې او بریتانیې تر هغه وروسته چې د سوریې په دوما ښار کې د بشارالاسد د ځواکونو له لوري پر ملکي خلکو د کیمیاوي موادو د حملې رپوټونه خپاره شول، په سوریه کې د اټمي وسلو د تولید او د وسلو پر زېرمو حملې وکړې.

د رپوټونو پر اساس، د اپرېل په اوومه نېټه د سوریې پلازمېنې دمشق ته په نېږدې پرته سیمه دوما کې، ګڼ شمېر ملکي کسان د زهرجن کیمیاوي ګاز په حمله کې ووژل شول.

د اسد دفتر دا مډال په دمشق کې د رومانیا سفارت ته چې په سوریه کې د فرانسې استازیتوب هم کوي، ور استولی دی.