د سعودي عربستان چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو ددې هېواد په عسیر ایالت کې د سعودي د سرتېرو پر یوه پوسته په برید کې لږ تر لږه ۴ عرب سرتېري وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
فرانس پرېس خبري اژانس د سعودي عربستان د ځايي رسنیو په حواله وايي، دا پېښه د پنجشبنې په ورځ رامنځته شوې ده.
که څه هم د سعودي عربستان چارواکو تر دې دمه لا دا نه دي ویلي چې ددغه برید تر شا کومه ډله ده، خو فرانس پرېس خبري اژانس بیا د سعودي عربستان د دولتي اژانس SPA په حواله وايي:
"د وسله والو په برید کې ۳ سرتېري ځای پر ځای مړه شول، امنیتي ځواکونو دوه مشکوک بریدګر ونیول ، خو درېیم بریدګر د تېښتدلو پر مهال ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې څلورم سرتېری هم ووژل شو."
عسیر د سعودي عربستان لېرې پروت ایالت دی چې له ګاونډي هېواد یمن سره نښتې پولې لري.
په عسیر ایالت کې د سعودي عربستان د سرتېرو پر پوستې دا وسله وال برید په داسې وخت کې شوی چې سعودي له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په یمن کې د حوثيانو پرخلاف په جګړه بوخت دی.
دا په سعودي عربستان پر عربي سرتېرو د وسله والو لومړی برید نه دی، بلکې وسله والو د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د سعودي عربستان په جده ښار کې هم د شاهي ماڼۍ پر ساتونکیو برید کړی و، چې په نتیجه کې یې ۲ ساتونکي مړه او ۳ نور ټپیان شوي ول.