د کورنيو چارو وزارت په تېره اوونۍ کې ۸۵ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي موادو پر ضد مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، د دوی پوليسو په تېره اوونۍ کې د عملياتو او لويو لارو باندې د تلاشۍ په نتيجه کې له قاچاق کوونکو څخه تر ۸۹۸ کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نيولي دي.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۸۵ تنه نيول شوي او له دوی سره ۱۸ موټرونه، وسلې او يوه اندازه نغدې پيسې هم نيول شوي چې د نشه يي موادو په قاچاق کې کار ځنې اخيستل کېده.