د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې سلګونه اعتراض کوونکي نیول شوي

د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې له پولیسو سره له نښتو وروسته سلګونه اعتراض کوونکي د پولیسو له خوا ونیول شول.

پرون جمعه د اوومې پرله پسې ورځې لپاره مظاهره چیان د ارمنستان د صدراعظم په توګه د پخواني ولسمشر سرژ سرکیسان د غوره کېدو پرضد د اعتراض لپاره واټونو ته راوتلي وو.

سرکیسیان له دې مخکې د اوږدو کلونو لپاره د ارمنستان ولسمشر و.

نیکول پاشینیَن چې د مظاهرو مشري کوي، له اعتراض کوونکو غوښتي وو چې د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د جمهوریت په چوک کې راټول شي.

د پولیسو یوه ویاند وویل، د دې مظاهرو ۱۰۶ ګډونوال هغه مهال ونیول شول چې پولیسو له اعتراض کوونکو څخه دولتي ودانیو ته د غځېدلې لارې د پاکولو هڅه وکړه.