امریکا پر روسیې او سوریې د څېړونکو د مخنیوي تور لګولی

د امریکا متحدایالاتو پر روسیې او سوریې تور لګولی چې د سوریې دوما ښار ته د نړیوالو مفتشانو د مخنیوي په وسیله، په دې ښار کې د مشکوکې کیمیاوي حملې په ساحه کې د شواهدو د له منځه وړلو هڅه کوي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې هیدر ناویرت پرون وویل، موثق معلومات شته چې ښيي روسي چارواکي د سوریې له رژیم سره ګډ کار کوي، څو دوما ښار ته د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د سازمان OPCW د څېړونکو د تلو مخه ونیسي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون په یوه خبري غونډه کې دا تورونه بې معنا او واضح دروغ وبلل.

لوېدیځ هېوادونه پر دمشق تور لګوي چې د اپرېل په ۷ مه یې دمشق ته نېږدې په دوما ښار کې د کیمیاوي وسلو حمله کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په دې حمله کې ۴۳ وژل شويو کسانو په زهري کیمیاوي موادو د مسمومېدو نښې نښاني لرلې.

د دې برید په ځواب کې متحدایالاتو، بريتانیا او فرانسې د اپرېل په ۱۴ مه د سوریې پر یوشمېر دولتي تاسیساتو برید وکړ.

دمشق او مشکو ټینګار کوي چې د اپرېل د اوومې نېټې د برید تور جعل شوی دی.