جرمني، فرانسې او بریتانیا له ایران سره د اټمي موافقي ملاتړ غوښتی

د جرمني، فرانسې او بريتانیا د پارلمانونو سلګونو غړو د امریکا په کانګرس کې له خپلو سیالانو غوښتي چې د شپږو پیاوړو قدرتونو او ایران ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې ملاتړ وکړي.

اروپايي وکیلانو د ایران او لوېدیځ ترمنځ دا موافقه یو ډېر ستر ډیپلوماتیک پرمختګ بللی دی.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د مې ۱۲مه په دې موافقه کې د اصلاحاتو لپاره، مهلت ټاکلی او ګواښ یې کړی چې که دا کار ونشي، نو متحدایالات به له دې موافقې ووځي.

په هغه بیان کې چې د جرمني، بريتانیا او فرانسې د پارلمانونو ۵۰۰ غړو لاسلیک کړی، پکې ویل شوي:

"موږ په دې بریالي شوو چې د ایران د اټمي پروګرام په برخه کې بېسارې او دقیقه څېړنه وشي، د یورانیمو د غني کولو زیات شمېر تاسیسات یې له منځه ولاړ شي او د وسلو د سیالۍ خطر کم شي."

بريتانیا، جرمني او فرانسې د متحدایالاتو، روسیې او چین ترڅنګ له ایران سره اټمي موافقه لاسلیک کړې، خو ولسمشر ټرمپ پر ایران له دې موافقې څخه د سرغړونې تور لګولی دی.

ښاغلي ټرمپ له اروپايي هېوادونو غوښتي چې په دې موافقه کې هغه څه چې ده بوږنوونکې نیمګړتیاوې بللې دي، اصلاح کړي