افغان لوبغاړي نن شپه په «IPL» کې د یو بل په وړاندې لوبېږي

د هندوستان د سوداګریزو کرکټ سیالیو یا «IPL»په شپاړسمه لوبه کې په دغو لوبو کې لوبېدونکي افغان لوبغاړي یو له بل سره د سیالیو ډګر ته ووځي.

د سن رایزرس حیدر اباد او پنجاب کنګز لوبډلو تر منځ دا سیالۍ نن شپه په چاندیګر کې کېږي.

سن رایزرس لوبډله راشد ارمان او محمد نبي له ځان سره لري په داسې حال کې چې بل افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ تر دې دمه د کینګز پنجاب لوبډلې په ګټه ښه ځلېدلی دی.

د کرکټ مشهورې ویبپاڼې کریک انفو د دغې سیالۍ لپاره راشد ارمان او مجیب ځدراڼ چې دواړه ورو بالران دي یو له بل سره پرتله کړي او دا لوبه یې د افغان لوبغاړو تر منځ د سیالۍ ډګر بللی دی.