په شبرغان کې نن یو شمېر ولسي خلکو، ماشومانو او د ښوونځیو زدهکوونکو دغلته د داعش ډلې لهخوا د یوه ماشوم د وژلو په اعتراض کې د تحصن خیمه ووهله.
دا اعتراض د جوزجان ولایت مدني فعالانو تنظیم کړی دی.
د شبرغان د تحصن یوې فعالې کرشمه رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دې لپاره راغونډ شوي چې د تاوتریخوالي قربانیانو ته د عدالت غوښتنه وکړي.
داعش ډلې یوه میاشت وړاندې په جوزجان کې یو ۱۲ کلن هلک چې یوې امنیتي پوستې تهيې خواړه وړل، ونیو او سر يې ترې پرې کړ.