د قرغزستان ولسمشر نن د دغه هېواد حکومت منحل کړ

د قرغزستان ولسمشر سورون بای جان بیکوف نن وروسته تر هغې د دې هېواد حکومت منحل کړ چې پارلمان د صدراعظم سپر عیسی کوف کابینې ته د نه‌باور رأی ورکړه.

خو د ولسمشر د رسنیو دفتر ویلي دي چې د نوي حکومت تر جوړېدو به د کابینې غړي خپلو چارو ته دوام ورکړي.

قرغزستان چې د منځنۍ اسیا یو وړوکی هېواد دی او ۶ میلیونه نفوس لري او د روسيې ځواکونو یوه اډه هم په‌کې ده، له ۲۰۱۰ کال راهیسې د سیاسي بې‌ثباتۍ ښکار دی.

دې هېواد په ۱۹۹۱میلادي کال کې له پخواني ضروروي اتحاد څخه خپلواکي واخیسته.