د ارمنستان پولیسو په مرکز ایروان کې دولتي ودانیو ته د مظاهرهچیانو د ورتګ د مخنیوي په هڅو کې د اپوزېسیون د غړو په نیولو پیل کړی دی.
پولیسو ازادي راډیو ته وویل تر اوسهيې ۲۰ کسان توقیف کړي دي.
د ارمنستان په پایتخت کې نن سهار بیا ګڼ شمېر مظاهرهچیان راغونډ شول او د دې هېواد د صدراعظم په توګهيې د سرژ سرکیسیان د ټاکل کېدو پر ضد شعارونه ورکړل.
نننۍ مظاهره وروسته تر هغې پیل شوه چې د حکومت د سیاسي مخالفینو مشر نیکول پاشینیان له خپلو ملاتړو وغوښتل چې د جمهوریت په څلورلاره کې راټول شي او د کابینې د غونډې مخه ونیسي.
پولیسو معترضانو ته خبرداری ورکړی دی چې دولتي تأسیساتو او ودانیو ته داخل نهشي.