د غور چارواکي وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون هغه درې کارکوونکي او دوه پولیس چې په دې ولایت کې وسلهوالو وړي وو، خوشې شوي دي.
دا پنځه کسان د دوشنبې په ورځ د غور مرکز فیروزکوه ته نږدې د نوم لیکنې پر یوه مرکز د وسلهوالو له برید وروسته اختطاف شوي وو.
د غور د امنيه قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي ازادي راډیو ته وویل دا کسان نن سهار ازاد شول.
که څه هم د غور والي ویلي وو چې د انتخاباتو د کمېسیون کارکوونکي او پولیس طالبانو تښتولي وو، خو دې ډلې په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
په همدې حال کې د سیمې خلکو ازادي راډیو ته ویلي چې دا پنځه کسان وروسته تر هغې خوشې شول چې ژمنه ترې اخیستل شوې چې له دې وروسته به په دولتي چوکاټ کې کار نهکوي.