د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې په تهاجمي او تصفیوي عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۸ دولت ضد وسلهوال وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.
د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات په ننګرهار، کونړ، خوست، فاریاب، زابل، هلمند، ارزګان، هرات، تخار او پکتیا ولایتونو کې شوي دي.
ښاغلي رادمنش وویل، د دې عملیاتو یو هدف د راتلونکو انتخاباتو لپاره د امنیت ټینګښت او د ناامنو سیمو تصفیه کول دي.
دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو او هوايي پوځ هم برخه اخیستې ده.
د دولت ضد وسلهوالو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.