د امریکا او جرمني حکومتونو اعلان وکړ چې د جرمني صدراعظمه به د اپرېل په ۲۷مه د دوهم ځل لپاره په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.
د جرمني د حکومت ویاندې اولریکې دیمیر «Ulrike Demmer» د چهارشنبې په ورځ وویل، د یو لړ مهمو نړیوالو ستونزو په هواري کې د جرمني او متحده ایالاتو دواړو ګټې نغښتې دي او د همدې لپاره اړتیا ده چې دغه کتنه او خبرې ترسره شي.
د جرمني د کارپوهانو په وینا د سوریې جګړه، له روسیې سره اړیکې، د سوداګرۍ او د ګمرکي تعرفو په اړه اختلافات او د ایران د اټمي موافقې راتلونکې هغه موضوعات دي چې مېرکل او ټرمپ به پرې خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ تر کتنې مخکې مرکل به نن پنجشنبه د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون کوربنه وي.
دواړه مشران هڅه کوي چې د جون په پای کې د اروپایي اتحادیې له سرمشریزې مخکې پهدې اتحادیه کې د اصلاحاتو په اړه ګډ دریځ خپل کړي.