د افغانستان اجرائیه رئیس د ښځینه سوداګرو په ملي غونډه کې ژمنه وکړه چې د دوی د لاسي صنایعو لپاره به د هېوادونو په صنعتي پارکونو کې ځانګړې سیمه اختصاص کړي.
د دغې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې چې د امریکا د پراختیایي ادارې «یو. اېس. اېډ» په مرسته جوړه شوې وه، عبدالله عبدالله وویل:
"که ۱۷ کاله مخکې چا ویلي وی چې داسې یوه غونډه به وي چې په هغې کې به ښځې چې په اقتصاد کې یې زدهکړې کړې دي، خپل مسایل پهکې مطرح کوي، نو چا بهیې تصور هم نهشوی کولای."
د افغانستان د ښځینه سوداګرو په ملي غونډه کې د ۲۵ ولایتونو د ښځینه سوداګرو استازو برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې د ښځینه سوداګرو د پاسپورټونو پر ستونزو، د مالیاتو پر مشکلاتو او د دوی د مالونو د بازار موندنې په اړه خبرې وشوې.