هند د «باغ درې» او د«سروبي» دوهم بند جوړېدو ته لېواله دی

هند د کاپیسا د باغ درې او د کابل د سروبي دوهم بند جوړېدو ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د عامه اړیکو رئیس اصف غفوري په کابل کې رسنیو ته وویل چې هند په‎خپله د دغو دوو بندونو د جوړېدو وړاندیز کړی دی، خو تر اوسه د دې پانګونو جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.

د باغ درې بند د پنجشیر او غوربند پر سیندونو پروت دی چې ویل کېږي د درې سوه مېګا واټه برښنا ظرفیت به ولري.

د سروبي دوهم بند بیا د اټکل له مخې د نږدې ۱۰۰ مېګا واټه برښنا د تولید توان لري.

هند تر دې مخکې په هرات کې د درې سوه میلیونه ډالرو په لګښت د سلما بند جوړ کړ.