مطفي: په هرات کې د مالګې د استخراج یوه توافق‎نامه فسخه شوه

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په هرات کې د مالګې د استخراج یوه توافق‎نامه فسخه کړه.

دا توافق‎نامه نږدې درې میاشتې مخکې د ناصر امید په نوم له یوه شرکت سره لاسلیک شوې وه.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ازادي راډیو ته وویل چې د کان په ځای کې نورې زېرمې موندل شوي، نو توافق‎نامه مو لغوه کړه.

ده زیاته کړه:

"دا سیمه رسوبي ده، هلته باید پلټنې زیاتې شي، ترڅو کومې سرچینې چې هلته شته هغه پیدا کړو."

د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د مالګو د دې کان توافق‎نامه داسې شوې وه چې هر کال به ترې ۲۵ زره ټنه مالګه استخراجېږي او د یوه ټن پر سر به شرکت حکومت ته نږدې ۱۱ سوه افغانۍ ورکوي.