د ملي امنیت افغان سلاکار له یو شمېر چینایي چارواکو سره ګوري

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن پنجشنبه په پیکېنګ کې له یو شمېر چینایي چارواکو سره ګوري.

ښاغلی اتمر د چین د مرستیال ولسمشر «وانګ چي شان» په بلنه پیکېنګ ته تللی دی.

د دې سفر د هدف په اړه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ویاند قادر شاه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ غواړو چې چین د سولې له بهیره ملاتړ وکړي، د ترهګرۍ په اړه به خبرې وشي، د سیمه‎ییزې همکارۍ مسئله به وڅېړل شي او پر اقتصادي همکارۍ به خبرې وشي."

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین د درې ورځني سفر پر مهال د دغه هېواد د مرکزي سیاسي کمېټې له مشر، د دولتي اموراتو د انسجام له وزیر، د دولت د امنیت له وزیر، د چین د مشترکو ځواکونو له لوی درستیز او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار سره خبرې وکړي.