د ایران حکومت پر ټولو دولتي ادارو غږ کړی دی چې د ټلګرام اپلېکېشن له لارې بهرته پيغام ونهلېږي.
د ایران حکومت دا پرېکړه وروسته تر دې وکړه چې د دغه هېواد مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي اعلان وکړ چې ملي ګټې دا ایجابوي چې له ټلګرامه کار وانهخلم.
ایراني رسنیو د دې پرېکړې علت نهدی روښانه کړی او تر اوسه دا هم نهده څرګنده چې دا ممانعت یوازې په رسمي وخت کې دی که تر هغه وروسته هم باید تطبیق شي.
د ایتالله خامنهاي دفتر ویلي دي چې د مذهبي مشر د پیغامونو د استولو لپاره به ایراني شرکتونه درې مسنجره جوړ کړي.