د ترکیې ولسمشر: انتخابات به یو کال مخکې ترسره کړو

د ترکیې ولسمشر اعلان وکړ چې انتخابات به یو کال مخکې ترسره کړي.

رجب طیب اردوغان پرون چهارشنبه په انقره کې وویل:

"موږ پرېکړه وکړه چې انتخابات د جون په ۲۴مه د یکشنبې په ورځ وکړو."

د ترکیې د پارلماني او جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره تر دې مخکې د ۲۰۱۹ میلادي کال د نومبر میاشت ټاکل شوې وه.

دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې ده چې ترکیه له پارلماني سیستمه ریاستي سیستم ته انتقالېږي او تر راتلونکو انتخاباتو وروسته به د نوي ولسمشر قانوني واک زیات شي.