د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د سازمان رئیس وایي، تر اوسه هم معلومه نهده چې د نړیوالو متخصصانو ټیم به کله د سوریې دوما ښارګوټي ته ننوځي او هلته به د کیمیاوي وسلو د مشکوک برید په اړه تحقیقات کوي.
احمد ازومچي «Ahmet Üzümcü» پرون دا خبره وروسته تر دې وکړه چې د ملګرو ملتونو پر امنیتي ډلې په دې ښار کې سختې ډزې وشوې.
لوېدیځ هېوادونه د سوریې حکومت تورن کړی دی چې د اپرېل په اوومهیې دمشق ته نږدې د دوما پر ښارګوټي کیمیاوي وسلې استعمال کړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې په دې برید کې ۴۳ تنه د زهري ګاز له امله وژل شوي دي.
د دې حملې په ځواب کې د تېرې شنبې ورځې سهار امریکا، بریتانیا او فرانسې د سوریې د حکومت پر یو شمېر تأسیساتو بمبارۍ وکړې.