سعودي عربستان له نږدې ۴۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره یو فلم په سینما کې وښود.
د بلک پنټر په نوم د هالیووډ د سینما دغه فلم پهدې هېواد کې چې ټولنهیې محافظهکاره ده، پرون چهارشنبه دوه ورځې مخکې لهدې چې د خلکو پر مخ سیمناګانې په رسمي توګه پرانیستل شي، نندارې ته وړاندې شو.
په ریاض کې د دغه فلم ښودنه پهدې هېواد کې د هغو بدلونونو ښکارندویي کوي چې ځواکمن ولیعهد شهزاده محمد بند سلمان پیل کړي دي.
هغه ژمنه کړې چې هېواد به له کلتوري پلوه پرانیزي او داسې اقتصادي اصلاحات به پلي کوي چې د تېلو پر صادراتو د دې هېواد ډېره اتکا راکمه شي.
ښځو او سړو دواړو دغه فلم وکوت او پهدې توګه پر عامه سیماناګانو هغه نږدې ۴۰ کلن بندیز پای ته ورسېد چې په سعودي عربستان کې د افراطي محافظهکارۍ په لړ کې په ډېرو برخو لګول شوي وو.