د پاکستان جیو ټلوېزیون د خپلې خوښې خلاف د پوځ اکثره غوښتنې منلي

د پاکستان د مشهور خصوصي ټلوېزیون «جیو» دوو سرچینو ویلي چې د دې هېواد له پوځ سره له خبرو وروسته چې د سیاسي مسایلو په اړه د راپور ورکولو په برخه کې یې د بدلون غوښتنه کړې وه، ورته اجازه ورکړل شوې چې په یو شمېر سیمو کې خپل نشرات بېرته پیل کړي.

د روېټرز د راپور له مخې دغو سرچینو ویلي چې دغه ټلوېزیون د خپلې خوښې خلاف د پوځ اکثره غوښتنې منلې دي، خو دا یې هم ویلي چې تر اوسه نهایي موافقه نه‎ده شوې او وضعیت مبهم دی.

د «جیو» ټلوېزیون مشر میر ابراهیم رحمن د اپرېل په پنځمه ویلي چې د پاکستان په ۸۰ فیصده خاوره کې د دې ټلوېزیون خپرونې بندې شوې دي.

که څه هم انتقاد کوونکو ویلي و چې ښایي د پاکستان پوځ د دغه اقدام تر شا لاس ولري، خو جیو ټلوېزیون په ښکاره د دې کار ملامتي په پوځي چارواکو نه‌وه اچولې.