په بغلان کې ټرافیکي پېښې ۲ تنه مړه کړي

په بغلان کې نن غرمه په يوه ټرافيکي پېښه کې دوه تنه مړه شوي او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي.

پېښه د دوشي ولسوالۍ په پيازقول سيمه کې شوې ده.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح‌الله شجاع وويل چې د يوه مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر ترمنځ دغه ټکر د چلوونکو د بې‌احتياطۍ له کبله شوى دى.

ښاغلى شجاع وايي، ټپيان د پلخمري روغتون ته انتقال شوي چې وضعيت‌يې د ډاډ وړ دى.