بشري حقونه: په جوزجان کې د داعش له‌خوا د یوه ماشوم وژل غیر انساني عمل دی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د داعش له‌خوا په جوزجان کې د يوه کم عمره هلک سر پرې کېدل جنايتکارانه او غير انساني عمل دى.

په کابل کې د دغه کمېسيون وياند بلال صديقي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل:

"دا ډول ناوړه اعمال هېڅ ډول توجيه او دليل نه‌شي منلى، که دغه ماشوم هر جرم کړى وي، هېڅ قانون يوه ١١ کلن ماشوم ته دغه ډول مجازات نه‌مني، په دې برخه کې هېڅ توجيه د منلو نه‌ده."

د جوزجان ولايت چارواکو ويلي چې د داعش وسله‌والو دغه ماشوم په دې ګناه وژلى چې افغان سرتېرو ته‌يې خواړه وړل او يوه مياشت مخکې تښتول شوى و.

مخکې دغه ماشوم ١۴ کلن ښوول شوى و.

د جوزجان د امنيت امر سمونوال عبدالحفیظ خاشي ازادي راډیو ته وویل دغه ماشوم د يکشنبې ناوخته وژل شوى دى.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د دې قضيې د عاملانو د معلومولو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.

داعش ډلې په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.