نن چهارشنبه به د هندوستان د کرکټ د سوداګریزو سیالیو ۱۵مه لوبه د راجستان رایلز او کلکتې نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ په جېپور کې ترسره شي.
کلکتې تر دې له څلورو لوبو دوه، خو راجستان بیا د ترسره شویو درېیو لوبو څخه دوه ګټلې دي او دواړه څلور څلور پواینټه لري.
د دغو سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا ممبی انډیننز لوبډلې د رایل چلېنجر بنګلور لوبډلې ته په نسبتاً لوړ توپیر ۴۶ منډې ماتې ورکړه.
دا لوبه چې په ممبی کې ترسره شوه پهکې د ممبی لوبډلې د بنګلور لوبډلې ته د ۲۱۳ لوړو منډو هدف ټاکلی و چې په ځواب کې یې د ویرات کوهلي په مشرۍ د رایل چلېنجر لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۶۷ منډې جوړې کړې.