د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۳۰ وسلهوال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
پهدغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه
قیمتي ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسلهوال طالبان يې په تېرو څلورو- پنځو ورځو کې د عملیاتو پرمهال وژلي او ګڼې سیمې یې هم د وسلهوالو طالبانو له منګلو راخلاصې کړي.
نوموړي دا ونه ویل چې په یادو عملیاتو کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې کنه؟
ښاغلي قیمتي دغه راز زیاته کړه چې دغه ولسوالۍ یې اوس د وسلهوالو طالبانو له
محاصرې خلاص کړی.
دا پهداسې حال کې ده چې څه موده وړاندې وسلهوالو طالبانو پرخاص ارزګان
ولسوالۍ ډلهییز بریدونه وکړل او ځانونه يې د یادې ولسوالۍ د مرکز ۱۰۰ متري ته
ورسول او دغه راز ګڼې شمېر افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.