سرچینه: ماین چاودنې په کندهار کې د چټک غبرګون د قطعې قوماندان وژلی

چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې د قوماندان پر موټر د ماین چاودنه شوې ده.

د کندهار مطبوعاتي دفتر پېښه تائید کړه، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

اخوا یوې باوري امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان "جانان ماما" له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی او څو تنه نور هم ټپيان دي.

دې سرچینې ویلي چې ماین د سرحدي پولیسو د قطعې د قوماندان په موټر پسې نښلول شوی و.

د رپوټونو په اساس د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون دا قوماندان تېر کال له ډیورنډ کرښې سره نېږدې په نظر او لقمان کلیو کې د پاکستاني پوځیانو پر ضد د جګړې مشري هم په غاړه درلوده.

وسله والو طالبانو ددغه حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

پخواني معلومات

په کندهار ښار کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان پر موټر د ماین چاودنه شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته تأیید کړې چې په پېښه کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان جانان ماما له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن سهار شااخوا ۹ بجې په کندهار ښار کې رامنځته شوې ده.

د کندهار والي مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل چې پېښه کې مرګ ژوبله رامنځته شوې خو دا یې ونه ویل چې څوک پکې مړه او ټپیان شوي دي.